په پروان ولایت کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد شو

comments 0

هندوکش ـ پروان: د پراوان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو یوې ډلې د پروان ولایت سیاه ګرد ولسوالۍ چهاردي کلي څخه یو تن تښتولی وو، چې د ملي امنیت د موظفینوپه هڅو سره د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد او خپلې کورنۍ ته روغ رمټ وسپارل شو.
ځايي چارواکي وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي او هیڅکله به دښمن او ترهګریزو ډلو ته اجازه ورنه کړي، چې د خلکو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
په ورته مهال کې د یادې کورنۍ غړو د ملي امنیت د موظفینو له هڅو او قربانیو څخه ځانګړې مننه وکړه او د دوی هڅې او قربانۍ يې وستایلې.
عبید رادپور

Comments