په پاکستان کې په مدرسو کې ملایانو پر ماشومانو جنسي تيري کوي

comments 0

هندوکش ـ اسلام آباد: په پاکستان کې د دين په نوم جوړې مدرسې تر ډيره  د پردې تر شاه ترخه حقايق لري خو دا چې دين يو ډول نه يو ډول هلته ناستو ملايانو برمته کړی دی ډير کم يي په اړه خولو چوله کولای شي.

اوس اوس د امریکا غږ پښتو برخې د مدرسې د داسې يو ملا په اړه راپور جوړ کړی دی چې پر يو طالب ( چڼي) يي جنسي تیری کړی دی.

کوثر پروين له خپل زوی سره د يو ملا د لواطت او وحشت کيسه کوې نوموړې وايي چې کله يي هم هغه وخت را په زړه شي نو د خپل زوی په وينو لړلی پرتوګ يي نيغ سترګو ته ودريږي.

د ملا د جنسي تيري ښکار شوی ماشوم وايي:« يو کال کيږي چې له کور سره نيږدې مدرسې ته ځم يوه ورځ ملا رانه پرتوګ و ویست ما له ډاره غږ نشوی کولای، خپل کميس يي په خولو کې را ومانډه له ماسره يي چې کله لواطت پيل کړ ډير زيات خوږيدم خو څه مې نشوی ويلی.»

ځايي خلک وايي له هرې مدرسې لسګونو پيښې د باندې را وزي خو پولیس نه يوازې د ملایآنو پر ضد هيڅ ډول اقدام نه کوي بلکه له مبهمو ادرسونو د پيسو له تر لاسه کولو وروسته ملايان خوشې کيږي.

په پاکستان کې په مدرسو کې د ملایانو د لاسه په ماشومانو جنسي تیري یوه عادي خبره ده خو په دغه مسله لا خبرې کول هم مشکل دي.

شنونکي وايي چې په اوس وخت کې په مدرسو کې که څه هم د ديني زده کړو د مراکزو نوم ورکول شوی دی ولې له تنکيو ماشومانو سره کټ مټ د کلیساوو په څير چلند کيږي او زرګونو د لواطت او جنسي ځورونې کيسې ډير طالبان په زړونو کې لري خو يا له ډاره او يا له ټولنیزه شرمه د خلاصون په خاطر پر ځای شوی زیاتی همداسې زغمي.

ويل کيږي ملايان د ځان د خلاصون لپاره پاکستاني پولیسو ته اجازه نه ورکوي چې مدرسې وپلټي ان تر دې چې ملايان د ورته قضيو پلټنه هم مدرسو ته توهين بولي او په همدې ځانونه خلاصوي.

د لواطت يو بل ښکار شوي ويلي دی:« ملايان په ډيرې آسانۍ په خلکودا تور لګولی شي چې پلاني مذهب ته توهین وکړ، تاسو پوهيږئ چې دلته د مدرسو له پټ وحشته بې خبره خلک د ملا خبره مني خو د يو متضرر خبره نه مني او متضرر په سخت مرګ وژل کيږی.»

دوی وايي چې ملایان د ټولنې هغه خطرناک او د انسان په جامه کې د انسانيت داړونکی پوړ دی چې يو لوري ته په فزيکي وحشتونو کې ښکيل دي او بل لوري ته په پټه هره ورځ کيدونکي د لواطت پيښې يي ډيريږي.

په پاکستان کې اوس ۲۲ زره مدرسې فعالې دي، په دې مدرسوکې تر ډيره د هغو کورنیو ماشومان زده کړې کوي چې کورنۍ يي د درس تعلیم وس نلري، په يادو مدرسو کې د لواطت تر څنګ ماشومانو ته د افراطيت روزنه هم  ورکول کيږي او له همدې مدرسو څخه ځانمرګي بريدګر تر رواني روزنې وروسته د پاکستان استخباراتو ته حواله کيږي او هغوی ورته د بريد په تړاو پلان او نقشې ورکوي.

په کوټه کې يو افغان کډوال چې زوی يي په مدرسه کې ځانمرګي بريد ته تیار شوی وو کیسه کوي:« زوی مې مدرسې ته ولیږه درې مياشتې وروسته کور ته راغی بیخي ډير بدل شوی وو هر وخت به يي ویل چې په افغانستان کې جهاد فرض دی، ځانمرګی روا دی،دلته ناسته جایزه نه ده…. باالاخره زه پوی شوم چې په زوی باندې مې لوبه کيږي ما مې خپل زوی له مدرسې را و ویست خو اونۍ وروسته خبر شوم چې زما د زوی درې ملګري په افغانستان کې ځانمرګي بريد ته هڅول شوي وو خو نیول شوي و او زوی مې په ټلویزيون کې   د دوی د انځورونو په لیدو ماته ټوله کیسه وکړه.»

یاده دې وي چې په پاکستان کې په مدرسو کې دا لړۍ پوره يوه پيړۍ کيږي روانه ده خو دا چې ملا ځان د دين ټيکه دار بولي او د خپل سرو فتواوو ټاپه ورسره ده پر وړاندې يي ولسي مقاومت کمزوری دی خو هغه چې عصري زده کړې لري که د ملا پر وړاندې غږ پورته کوي نه يوازې دا چې د ملا له سختې فتوا سره مخ کيږي بلکه ملا ته پټې او ښکاره ژمنې ډلې يي هم په نښه کوي.

د افغانستان زرګونو ماشومان همدا اوس په پاکستان کې د زده کړو په پلمه د طالبانو، حقاني شبکې او داعش لیکو ته جلب کيږي او په پاکستاني مدرسو کې په هیواد کې د روانو   وحشتونو په اړه د مشروعيت فتواوې ورکول کيږي.

Comments

Leave a Reply