په پاکستان کې د بوټانو بل ګذار پر عمران خان وشو

comments 0

74 Views

هندوکش: په پاکستان کې په وروستیو کې له سياستوالو، پوځ او استخباراتي ادارو ولسي کرکه ډيره شوې او ددې کرکو په لړ کې پښتون ولس په لاریونو لګيا دی او نور اقليتونه د سياستوالو سر ته بوټان ويستلي دي.

د رسنیو د راپور له مخې: د پنجاب په ګجرات ښار کې د سې شنبې په ورځ د تحریک انصاف مشر عمران خان په بوټ وویشتل شو.

تېرو دریو ورځو کې دا دریمه پېښه ده چې د پاکستان سیاستوال په بوټ ویشتل کېږي او پر يو وزیر يي خړې اوبو ور وشيندل شوې.

له دې مخکې پخوانی لومړی وزیر نواز شریف په لاهور کې د دریځ په سر په بوټ وویشتل شو.

ګجرات کې د موټر په سر عمران خان د خپلې ډلو د غړو جوړولو غونډه کې ولاړ و چې د بوټ ګوزار ورباندې وشو.

عمران خان په بوټ ونه لګېد، خو له هغه سره ولاړ بل ملګری یې علیم خان سینې ته ولګېد.

ځايي رسنیو کې خپرېدونکې ویډیو ښيي چې کله پر علیم خان بوټ لګېږي، نو امنیتي ځواکونه یې مخ ته درېږي.

له دې مخکې د پاکستان پر بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم یوه ناسته کې د مشواڼۍ ګوزار وکړ، خو هغه تورن کس وباښه او د خوشي کولو حکم یې وکړ.

یاده دې وي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره د ولسونو په عام وژنه کې لاس لري.

اوس اوس په نويو راپورونو کې ويل شوي دي چې د بلوڅو تر څنګ زرګونو پښتانه هم تري تم دي چې په ورکو پښتنو کې ۱۴۰۰ ښځې هم شاملې دي.

تر دې مخکې ځينې لويديځو رسنیو ويلي وو چې له ورکو ښځو څخه پاکستانی پوځ د فاحشو او سرتیرو لپاره د جنسي غرايزو د سړښت لپاره کار اخلي.

باید وويل چې په سیمه کې د دریو ملتونو له وجوده جوړ سرطان ته ورته هیواد پاکستان تل د مغرضانه سیاستونو په لړ کې له ترهګرو ډلو خصوصا حقاني شبکې، طالبانو، داعش، جماعت الاحرار، لشکر طيبه، لشکرجنګوي او القاعدې سره  اړيکې لرلي دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments