په پاکستان د ټانکر چاودنه لا هم مرګ ژوبله لري

comments 0

هندوکش: اسلام اباد: په پاکستان پرون د ټانکر په چاودنه کې ۱۳۰ تنه وژل شوي وو او تر دې ډير ټپیان شوي وو.
اوس اوس پاکستاني مسولین وايي چې ډيری ټپيان هم سخت سوځيدلي دي او شونې ده تلفات نور هم ډير شي.
اوس اوس ويل کيږي چې پرو شپه هم تر شلو ډير کسان په روغتون کې تلف شوي دي.
پيښه چې پرون د ملتان په سل کيلومتري کې سويل لوري ته شوې له تیلو ډک ټانکر لومړی چپه شوو او بیا يي اور اخيستی وو او چاودنه شوې وه.
د سيمې خلک وايي د ټانکر له چپه کيدو سره سم خلکو چې شمېر يي پنځه سوه تنه وو کوښښ کاوو تيل يوسي چې يو وارې اور ولګيد.
ډاکټران وايي چې روغتون ته ډيری راوړل شوي داسې سوځيدلي دي چې هيڅ د جوړيدو امکان يي نشته.
ياده دې وي چې پرون په ياده اورلګيدنه کې موټرې، کورونه او هټۍ هم سوځيدلي دي.
فروزان سیرت

Comments

Leave a Reply