په ټوله نړۍ کې کرونا له یو مېلیون ډېر کسان ووژل

comments 0

هندوکش ـ کابل: د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې وايي، امریکا، برازیل او هند کې له کورونا نږدې نیم میلیون کسان وژل شوي دي.
خو کارپوهان وايي، ښايي له کورونا د مړو اصلي شمېر تر دې لوړ وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشيانتو نیو ګوتریش د شمېرو دا کچه بې سارې، بوږونکې او ذهن دروونکې وبلله.
“بیا هم موږ باید د یو یو وګړي مرګ هم هېر نه کړو. دوی پلرونه او میندې، مېړونو او مېرمنې، وروڼه او خویندې، ملګري او همکاران وو، درد یې د دې ناوړه ناروغۍ له امله څو چنده شوی دی.”
له کورونا وېروس د مړو شمېر په داسې مهال یو میلیون ته رسېږي چې نږدې لس میاشتې مخکې دا ویروس د چین ووهان کې پیدا شو.
دا وېروس نږدې ۱۸۸ هېوادونو کې خپور شوی او تر ۳۲ میلیونو ډېر کسان یې نیولي دي.
د دې وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کوربندیز هم ډېر کاروبارونه له اقتصادي کړکېچ سره مخ کړل.
که څه هم د دې وېروس د مخنیوي لپاره د واکسین جوړولو هڅې روانې دي، خو بیا هم روغتیا نړیوال سازمان وايي، ښایي له کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر دوو میلیونو کسان مړه شي.
امریکا متحده ایالتونو کې په کورونا له اوو میلیونو ډېر کسان اخته شوي او دا په دې وېروس نړۍ کې د اخته کسانو له پنځمې برخې ډېر دي.
دغه هېواد کې تېر اګسټ د نویو اخته کسانو شمېر کم شو، خو اوس داسې ښکاري چې بیا زیاتېږي.
هند کې هم کورونا وېروس چټک خپور شو او د سپټمبر تر لومړیو پکې تر نوي زرو کسانو مړه شوي دي.
په دې هېواد کې تر شپږ میلیونو کسان په کورونا اخته شوي، چې له امریکا وروسته په نړۍ کې دویم ځای لري، خو د دغه هېواد ډېرو وګړو ته په پام د مړینې کچه کمه ده.
برازیل په لاتینه امریکا کې د مرګ تر ټولو لویه کچه لري او پکې ۴،۷ میلیون کسان په دې وېروس اخته شوي، چې نړۍ کې د دې وېروس له پلوه دریم هېواد دی.
په ارجنټینا کې هم کورونا وېروس په چټکۍ ډېرېږي او تر اوو لکو ډېر کسان پرې اخته شوي دي.
مختلفو هېوادونو کې د کورونا وېروس د پېښو او مړینو، دا ډول د دې وېروس د معاینې ریکارډولو کې د توپیر له امله کارپوهان باوري دي چې د کورونا پېښې او مړینې به ډېرې وي.
په دا مهال د روغتیا نړیوال سازمان هیله ښيي چې د کورونا نوې معاینې- چې پنځو منټو کې یې نتیجه وځي او پنځه ډالر بیه لري- ښايي هغو ټولنو کې د کورونا په مهار کې مرسته وکړي چې ډېر مالي امکانات نه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان دا هم وايي، چې د دې ټېسټونو تولیدي کارخانو ژمنه کړې چې ۱۲۰ میلیونه کېټونه به ۱۳۳ هېوادونو ته ولېږي.
دا اداره نوي ټېسټونه د کورونا د کنټرول لپاره مهم ګام بولي.
کارپوهان باوري دي، چې د کورونا معاینو د نتیجې په ځنډ وتل سبب شوي چې په دې وېروس د اخته کسانو پېژندل او پرې د نورو کسانو د اخته کېدو کنټرول محدود کړي او هم د مخنیوونکو پروګرامونو اغېز کم کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments