په وزیرستان کې پاکستانی پوځ پښتانه ځوروي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ټل: په وزیرستان کې د پاکستاني پوځيانو له لوري پر ملکی وګړو ظلمونه  لا هم روان دي.

د  سويلي وزیرستان يو قومي مشر  آياز وزیر رسنیو ته ويلي دي چې په ځينو ځايونو کې مبهم بریدونه وشي پاکستاني پوځيان راشي او پښتانه ونيسي يا يي کورونه ور ور وسوځوي.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ويلي دي چې په تیر جون کې يو روغتون سوځول شوی وو پاکستاني پوځ شپيته پښتانه نيولي دي چې ډيری يي تري تم دي.

نوموړی وايي چې پاکستاني پوځيان د خلکو په کورونو ظالمانه چاپې وهي او مظلوم ولسونه نيسي.

د هغه په خبره پاکستان ډير کوښښ کوي قبايل د قبايلي قانون   څخه لرې کړي او تر انګریزي قانون لاندې يي راولي.

د کرمزخيلو خلک وايي چې دلته پوځ د ضرب غضب په نوم په عملیاتو کې يوازې قبايل ځپلي او د دوی د بې کورۍ څخه وروسته ډيری کورونه هم له منځه وړل شوي دي.

دادان وزیر ـ ټل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply