په هوايي بريد کې ۲۵ طالب ترهګر وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار په ميانشين ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ۲۵ طالب ترهګر وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ وياند ضيا درانی وايي چې بريد په سرخ بید سيمه کې شوی دی.

په ياده سیمه کې تیره اونۍ وسله والو طالبانو د کندهار ـ ارزګان پر لویه لاره يو شمېر مسافر له موټرو کوز کړي وو.

ياده دې وي چې طالب ترهګرو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د کندهار امنيتی مسولین وايي چې د لویو لارو د امن په خاطر په ډيرو سیمو کې ناڅاپي هوايي ګزمې پيل شوي دي.

تر دې مخکې هم په ډيرو سیمو کې طالبانو له لارو مسافر له موټرو کوز کړي وو.

بلخوا ديني علما د لارو نیول په اسلام کې قطاع الطريقي بولي او وايي چې د ورته کسانو مرګ روا دی.

Comments