په هلمند کې ۱۳۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

comments 0

هندوکش ـ هلمند: افغان ځواکونو د هلمند ولایت په نهرالسراج ولسوالي کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې پر طالبانو سخت چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۳۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.
میوند قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې د ۷ مهمو قومنداناو په ګډون ۶۰ طالبان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان دي.
د سرچینې په خبره په وژل شویو قوماندانانو کې قريب آغا، عمران، بريالی، نعمت الله، عابد، حاجي ورور، ملا عبدالله، چې د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې د طالبانو قوماندې په غاړه درلودې، شامل دي.
دغه راز په یادو عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات، پټنځایونه او د یادې ډلې له لوري د عامو خلکو په لویو لارو کې ځای پر ځای شوي ماینونه هم د افغان ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.
عبدالله اڅکزی

Comments