په هلمند کې پر طالبانو د مرګوني هوايي بريد ويډيو هم رسنيزه شوه

comments 0

هندوکش ـ موسی کلا:په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت پر طالبانو د بریدونو د تیرې یوې میاشتې مالومات خپاره کړي دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان، جنرال جان نیکلسن ویلي، یوازې په تیرې یوې میاشتې کې یې هوايي بریدونو کې له اویاوو زیات طالب مشران وژلي دي. د غوڅ ملاتړ ماموریت په خبره د دغو بریدونو تر ټولو خونړی یې د هلمند په موسی قلعه کې شوی چې له پنځوسو زیات طالب مشران یې وژلي دي.

د غوځ ملاتړ ماموریت مالوماتو له مخې په دغه برید کې د هلمند لپاره د طالبانو مرستیال والي، د ولسوالیو لپاره ځينې ولسوالان او نور لوړپوړي طالب مشران وژل شوي دي.

تازه تیره شپه بیا افغان ځواکونو د هلمند په نهر سراج، ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې هوایي بریدونه کړي دي.

د مسؤلینو په خبره په دغه هوایي بریدونو کې د شپږ ځانمرګو په ګډون پنځلس طالبان وژل شوي دي.

طالبانو بیا د افغان او بهرنیو ځواکونه دغه ادعا رد کړې ده.

Comments