په هلمند کې پر طالبانو د طالبانوموټر بم برید خو ولې!عبادالله سعادت

comments 0

موټر بم، ځانمرګی برید، حلالول،ماين خښول يا ځانمرګي بريد طالبانو تل د نورو خصوصا افغان ملت پر ضد کارولي دي خو اوس اوس دا ډله پر يو بل هم له خپلو تکتيکونو څخه کار اخلي خو ډيرو ته دا يوازې

یو خبر دی او پر لاملونو خو يي يا فکر نه کوي او يا شونې ده ډيرو پرې فکر کړۍ وي خو يوه عجیبه باريکي پکې شته چې ملت باید متوجې شي، نو راځم همدې ته چې ولې پر ځان بريد؟ دا ځکه چې يو لوري ته د طالبانو په منځ کې خپل سري ډیره شوې او بل لوري ته د کوټې شورا تر سختې انزوا را وروسته کوښښ کوي د زور،قومی جوړښت او… پر بنسټ ځان بیرته را پورته کړي په هلمند کې ستره ستونزه چې هر طالب ورته وږی اوتږی دی ددې ولايت په ټنونو کوکنار، ترياک او هیرويين دي ملا منان( عبدالرحيم) چې کوټې شورا د هلمند لپاره والي وټاکه هغه وخت بې لارې او باغي شو چې د پوډرو قاچاقبرو يو میليون ډالر ورته ورکړل تر دې سمدستي وروسته ملا ګل آغا هم په کوټه کې روان وضعيت خرابیدونکی ولیده او هلمند ته را په منډه شو.

اوس ولې ملامنان خپل عوايد کوټې شورا ته نه ورکوي؟

د ملااخترمحمد منصور په وخت کې د پوډرو او ترياکو په عوايدو کې ځکه ستونزه نه وه چې نوموړی پخپله پکې دخيل وو بله مهمه خبره داده چې له ده سره يي ټوله دار او دسته هم د ملا منان او ملا ګل آغا په ګډون موافق وو چې عوايد به ده ته راځي خو کله چې نوموړی وژل کيږي د کوټې شورا د صدرابراهيم ډله ایران ته ځي، مولوي يعقوب قطر ته تښتي، امیرخان متقي  ته د نيول کيدو پلان جوړيږي خو په تيښته بريالی کيږي، احمدالله نانی او صمد ثاني بیا آی اس ای نيسي نو عوايد هم ويشل کيږي  او د کوټې شورا د اخترمحمد منصور هسته نه غواړي چې عوايد له هبت الله ډلې سره شريک کړي.

نو دا چې اوس د دوی يو بل پر ضد شوي دي خصوصا په هلمند کې څو خبرې ډيرې مهمې دي:

۱ـ کوټې شورا احساس کړې چې منزوې شوې نو په جديت يي باید جبران کړي.

۲ـ هلمند کوټې شورا او حقاني شبکې ته دعوايدو له درکه مهم دی نو بریدونه هم عادي نه دي.

۳ـ ملامنان باید باالاخره يا د حقاني شبکې مربوط شي او يا د کوټې شورا.

۴ـ په هلمند کې د قاچاقبرو هسته نوره باید بیرته مرکزي شي.

برنۍ ستونزې هغه موارد دي چې د ځانمرګو بریدونو او هدفي وژنو لپاره ذهنیت سازي کوي او که لږ نور هم په تمه شو نو په طالبانو کې خپل منځي ستونزې او هدفي وژنې تر دې هم ډيريدای شي ځکه پیل يي حقاني شبکې او کوټې شورا له پاکستان څخه راوکړ او داده په لويه پکتيا، هرات، زابل او  څو نورو سیمو کې يي لا وار د مخه پيل شوی دی.

Comments

Leave a Reply