په هلمند کې پر دوه زره جګړه ځپلو کورنیو مرستې و ويشل شوې

comments 0

هندوکش ـ لښکرګاه: په هلمند کې پر دوه زره هغو کورنیو چې د طالبانو د وحشتونو له امله له خپلو مېنو بيځایه شوي دي مرستې و ويشل شوې.
دا مرستې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې له لوري د هندوستان هيواد د مرسته شويو غنمو څخه له شاوخوا ۲۰۰۰ کورنيو سره شوي دي.
دا لړۍ په ټولنیزو چارو کې د هلمند مرستيال والي بسم الله روحاني پيل کړه.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رئيس ميرقلم زاهدي رسنیو ته وويل چې دا کورنۍ کال مخکې سروې شوې وې.
د هلمند د والي مرستيال وايي چې د مرستو ويش چار به په راڼه ډول وي.
یاده دې وي چې د طالبانو له لوري د تپل شوې جګړې له امله ديرش زره کورنۍ په څو ولايتونو کې بې کوره شوي دي چې بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.
ننګیالې کوهنورد

Comments