په هلمند کې هوايي ځواکونو ۱۷ طالبان ووژل

comments 0

هندوکش ـ هلمند: د افغانستان دفاع وزارت وایي، هلمند کې د هوایي بریدونو پایله کې ۱۷ طالبان وژل شوي دي.
دغه وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې هوایي ځواکونو د واشیر ولسوالۍ په ګرازان او ملغزار کلیو کې د طالبانو سنګرونه په نښه کړل.
دفاع وزارت ادعا کوي، چې دغو عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې، موټر او موټرسایکلونه له‌منځه تللي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.
عبدالله اڅکزی

Comments