په هلمند کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښې ده

comments 0

په هلمند کې طهندوکش – هلمند: په هلمند کې ځایي چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د دولت مخالفې ډلې پنځه ویشتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند ډګرمن عبدالقدیر بهادرزی وایي د نړیوالو ځواکونو له له لوري د هلمند ولایت دیشو ولسوالۍ د بهرامچې په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو هوایي بریدونه شویدي، چې په پایله کې یې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان ټپیان شویدي.
د ده په وینا پدغو بریندونو کې ۴ پټنځایونه، ګڼ شمیر جنګي تجهیزات او ترانسپورتي سایل هم له منځه وړل شوي دي.
بهادرزی همدارنګه زیاتوي چې د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند سېمو کې د افغان ملي اردو د عملیاتو په نتجه کې هم ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شویدي.
بهادزی په سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یو شمیر مهماتو او وسلو له لاسته راوړلو څخه هم خبر ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم افغان امنیتي ځواکونو کونړ کې پراخ چاڼیز عملیاتو په لاره اچولي وو چې له امله یې د طالب وسله والې ډلې 51 کسان وژل شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد
البانو ته درنه مرګ ژوبله اوښې ده

Comments