په هلمند کې د ۳ مهمو قوماندانانو په ګدون ۲۸ طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ هلمند: دفاع وزارت وايي، چې تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
له دفاع وزارت څهخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې په پایله کې طالبانو د ۲ مخکښو قوماندانانو «موسی کلیم او مبشر» او د سرې قطعې د یو قوماندان «حاجي سراج» په ګډون، ۲۸ ترهګر ووژل شول او د یو کلیدي قوماندان « یاسر» په ګډون یې ۲۶ تنه نور ټپيان شول.
دفاع وزارت زیاتوي، چې همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن، ۷ موټر، ۶ موټر سایکل، ۴ پټنځایونه، ۲ موضع، یو زیات شمېر بیلابیل ډول وسلې او تجهیزات له منځه یوړل شول.
دفاع وزارت په داسې مهال د یادو طالبانو وژل کېدو خبر ورکوي چې وړمه ورځ د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د بریدونو او نښتو په پایله کې ۲۵۹ تنه وسلوال طالبان ووژل او ۱۶۱تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د نوموړي په خبره دغه مرګ ژوبله د هېواد په ننګرهار، کونړ، مېدان وردګ، غزني، ارزګان، کندهار، هرات، فراه، غور، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار او بغلان ولایتونو کې اوښتې ده.
عبدالله اڅکزی

Comments