په هلمند کې د ځانمرګو بریدونو اوه پلاوونکي وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو له وزارته په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، تېره شپه  په هملند ولایت کې د پولیسو د ځانګړې قطعې سرتیرو  د ځانمرګو بریدونو ۷ پلان جوړوونکي وژلي دي، د بمونو ډک یو موټر  یې شنډ کړی او زیاته اندازه جنګي مهمات‌یې هم ترلاسه کړي دي.

د کورنیو چارو زورات د خبر پاڼې له مخې دغه د ځانمرګو بریدونو پلانونکي یې تېره شپه د نهرسراج ولسوالۍ په شورکي سیمه کې د انتحاري برید کوونکو د روزنې په یوه مرکز د برید په پایله کې له منځه وړي دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې د انتحاري بریدونو د دغو ۷ پلان جوړونکو په وژنې سربېره افغان پوځیانو له بمونو ډک یو موټر هم شنډ کړی او زیاته اندازه جنګي مهمات‌یې هم ترلاسه کړي.

وسله‌والو طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې اعلامیې او ادعا په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

سپوږمې پوپلزۍ

Comments