په هلمند کې د طالبانو مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د دولت ضد طالب وسله والې ډلې ګن شمیر مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې،عمليات تېره شپه د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ اړوند د ميرمندو په کلي کې د افغان ځواکونو لخوا ترسره سوي چي په پايله کي يې ۳ وسلوال وژل سوي او ۷ ژوندي نیول سوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي همدارنګه په دغه عملياتو کي د وسلوالو ۱۰ اطاقونه او ۳ د ماين جوړولو مرکزونه د افغان ځواکونو لخوا ويجاړ سوي او له منځه تللي دي.
په دغه عملياتو کي افغان ځواکونو ۵ عرادې موټران، ۱۳ عرادې موټرسېکلان، ۳ دانې چارچ ډبې، ۳۶ فشار پليتونه، ۴ عدده نيکه توپونه، ۱ ميل راکيټ، ۷ دانې د راکټ مرمۍ، ۱ دانه د سکيل شريد بکسه، ۴ دانې سکنران، ۷ دانې د سکنرانو انتنان، ۳ عدده ګرنيټان، ۶۲۵ دانې د ماين پټاقۍ او ۳ پارسله باروت د وسلوالو څخه نيولي او له منځه يې وړي دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
ننګیالۍ کوهنورد

Comments