په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو په هوایی برید کې طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، په ناوې او ګرمسېر ولسوالیو کي د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کي ۷ تنه مخالفین وژل شوي او ۴ نور يې ټپیان دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې ترڅنګ يې په همدې بریدونو کي ۱ عراده سراچه موټر ۴ فیره د راکیټ مرمۍ ۵ لاسي بمونه کشف او له منځه وړل شوي.
د هلمند ولایت رسنیز دفتر په وینا،په هوايي بریدونو کي ددولت وسلوالو مخالفینو ۳ قرارګاوي او ۳ پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي .
خبرپاڼه زیاتوي ” تخریب شوي قرارګاوي ، د مبارک ، ساهیر آغا،او فرید جانان په نومونو وې چي په نښه شوي “.
د ولایت مقام په وینا، همدارنګه افغان مېړنیو ځواکونو د هلمند په یو شمېر سیمو کي ددښمن له لوري ۵۱ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments