په هلمند کې درې امنیتي سرتیري په 15 کاله بند محکوم شول

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند نظامي محکمې يو ملکي کس او درې امنيتي سرتيرو ته د غلا په تور ١٥ کال د بند سزا ورکړه.
د ٢١٥ ميوند قول اردو د نظامي محکمې مسؤلين وايي، يادو سرتيرو د يوه ملکي کس په مرسته د هرات کندهار پر لويه لار مسفر لوټلي وو، چي ياده سزا ورته ورکړل شوه.
د دغه علني محاکمي ريیس وايي، یاد کسان د استناف غوښتنه هم کولای شي.
بل خوا د ملي دفاع وزارت د نظامي څارنوالۍ او محکمې مسولین وایي، تر دې وروسته به د یاد وزارت اړوند ټول دغه ډول مجرمین په عالني ډول محاکمه کیږي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments