په هلمند ولایت کې ۱۸تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ــ هلمند: د ۲۱۵ میوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره په یوه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تیره شپه د طالب وسلوالو سرې قطعې غوښتل دیاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې دافغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړي، چې افغان ځواکونو پرې وار دمخه کړ او دبرید مخه یې ونیوله.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو په یاده نښته کې ۱۷تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۷تنه نور ټپیان شویدي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په نوموړې نښته دطالب وسلوالو ته داوښتې مرګ ژوبلې سربېره ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.
ننګیالی کوهنورد

Comments