په هلمند ولایت کې د طالبانو سرې قطعې مرستیال ووژل شو

comments 0

هندوکش ـ هلمند: د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د طالب وسلوالو د سرې قطعې مرستیال مولوي ګل اغا وژل شوی دی.
چارواکي وايي، چې وژل طالب وسلوال د پاکستان د پوځ افسر او تازه د هلمند ولایت په جګړه کې د افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
دوي وايي، چې له افغان ځواکونو د طالبانو په لیکو کې د پاکستاني پوځیانو وژل د دې ښودنه کوي، چې پاکستان غواړي د طالبانو د رهبري شورا هلمند ولایت را انتقال کړي او نړیوالو ته وښي، چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې فعالت کوي دي.
په عین حال کې هلمند ځایي اوسیدونکي وايي، چې په هلمند ولایت کې د طالبانود جګړې ټوله رهبري پاکستاني پوځیان کوي، دوي له طالب وسلوالو غوښتنه کوي، چې د بهرنیو هېوادونو د غوښتنو او موخو د پوره کولو لپاره خپل هېوادوال مه وژنئ.
عبدالله اڅکزی

Comments