په هلمند ولایت کې دطالبانو برید بیرته په شا وتمبول شو

comments 0

هندوکش ــ هلمند: د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د افغان ځواکونو په یو شمیر پوستو بریدونه کړي دي، چې په پایله کې د افغان ځواکونو له ځوابیه برید سره مخامخ شوي دي او برید یې بیرته په شاتمبول شوی دی.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو په یاده نښته کې ۳تنه طالب وسلوال وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې ملکي وګړو اوافغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلي.
عبدالله اڅکزی

Comments