په هسکې مینې ولسوالۍ کې پنځه داعش وسلوال ووژل شو

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت امنیتی چارواکې وایی چې ، افغان د هسکې مینې ولسوالۍ په لوی پاپین او ګاګرې سیمو کې د داعش وسلوالې ډلې په پټنځایونو هوایې بریدونه تر سره کړې چې پر مهال یې د داعش پنڅه وسلوال وژل شوې او اوه تنه نور یي تپیان شوی دي.
د خبرپاڼې په حواله د هوایې بریدونو پر مهال د یادې ډلې یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
لا تر اوسه داعش وسلوالې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments