په هرات کې ۸ وسلوال طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ هرات: د هرات سیمه‌ ییز چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په کرخ کې د طالبانو بریدونه پر شا شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، طالبانو تېره شپه (یکشنبه، تله، ۲۰) په کرخ کې بریدونه کړي دي.
د هغه په وینا، دا بریدونه د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي دي او پر شاه شوي دي.
د هرات د والي ویاند وايي، چې بریدونو تر پرون غرمې دوام کړی، چې اته طالبان پکې وژل شوي او نهه پکې ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
امیرجسین سلجوقي

Comments