په هرات کې ۷۹۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي

comments 0

هندوکش ـ هرات: د هرات د پولیسو قوماندان عبیدالله نورزي د (پنجشنبه، تله، ۱۷) په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې دا کسان په تېرو ۷۵ ورځو کې د غلاوو، وژنو، ورانوونکو ډلو سره د اړیکو، سړي تښتونې او د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي. ښاغلی نورزی وايي، چې په له دې کسانو سره ۴۵ میله وسله هم نیول شوې.
د هرات د پولیسو قومندان وايي، چې په دې عملیاتو کې ۸۴ طالبان هم وژل شوي او ۷۱ نیول شوي دي.
هغه زیاتوي، چې تر څنګ یې ۳۵۵ کیلوګرامه نشه ‌يي توکي هم نیول شوي دي.
د هرات د پولیسو قومندان وايي، چې د دې کسانو نیول به د هرات پر امنیتي وضعیت مثبت اغېز وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په هرات کې جنايي جرمونه زیات شوي، له دې امله کورنیو چارو وزارت په هرات کې ۴۶ پولیس په دنده کې د ناغېړۍ له امله له دندې ګوښه کړل.
امیرحسین سلجوقي

Comments