په هرات کې ۱۱ تنه د نشه یې توکو قاچاق پلورونکي ونیول شول

comments 0

هندوکش ـ هرات: د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولیزاده وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په هرات ښار، انجيل او ګذرې ولسواليو کې عمليات وکړل، چې په نتيجه کې يې يوولس تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو پر مهال نيولي دي.
له دې يوولسو نفرو سره ۱۷ کيلوګرامه هيرويين، ۳۵ کيلوګرامه چرس او څه اندازه ښیښه هم نيول شوې ده.
دا تورن کسان تر نيول کېدو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته استول شوي دي.
امیرحسین سلجوقي

Comments