په هرات کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ هرات: په هرات کې د ظفر۵۷ په نوم په پیل شویو عملیاتو کې يو زیات شمېر طالبان وژل شوي.

ياد عملیات چې د شينډنډ په ولسوالۍ کې د ملي پوځ له لوري پيل شوي دي په لړ کې يي ۳۰ ترهګر وژل شوي او۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د ظفر قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« دا عملیات چې د ملي پوځ، ملي پوليسو، ملي امنيت، عامه نظم، سرحدي پوليسو، هوايي ځواکونو او افغان کمانډويانو له لوري ترسره شوي دي د زاول سيمې ډيری کلي د طالبانو له شتون څخه خلاص شوي دي.»

د خبرپاڼې له مخې په وژل شویو کې درې مهم طالب سرګروپان  ملازمان،حافظ داود او ملا خدای رحيم هم شامل دي.

په دې عملیاتو کې د يو هاموې په ګډون د طالبانو ځينې موټر، موټرسايکلونه او نور وسايل هم له منځه وړل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په شينډنډ کې د ظفر ۵۷ عمليات همداسې روان دي.

هندوکش ـ هرات

Comments

Leave a Reply