په هرات کې د یوه هوايی برید په پایله کې۱۱ تنه طالب وسلوال ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ هرات: د ملي دفاع وزارت رسینز دفتر وايي، چې تیره ورځ ناوخته طالب وسلوالو د هرات ولایت په کوه زور ولسوالۍ بازار شوز سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوستو وسلوال برید ترسره کړي، چې د افغان هوايي اوځمکني ځواکونو په ملاتړ د طالبانود برید مخه ونیوله او په نتیجه کې یې ۱۱ تنه طالبان ووژل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په ترسره شوو هوايی بریدونو کې د ۱۱ تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره ګن شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
په عین حال کې د سیمې اوسیدونکي وايي، چې نور په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو زور زیاتي او ظلم څخه په تنګ راغلي یوو.
دوی همدا راز د طالبانو په پوځي مرکزونو باندې د افغان هوايي ځواکونو دبریدونو هرکلی وکړ او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه، چې د طالبانو پرضد عملیات پراخ کړي.
امیرحسین سلجوقي

Comments