په هرات کې د معاصر افغانستان د بنسټ ګر لوی احمدشاه بابا۲۷۰مه کلیزه ولمانځل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش: په هرات کې د افغانستان ولسي تحريک ګوند غړو د يو پراخ کمپاين په لړ کې لومړی ځل ولس له خپل ارزښتونو سره د اشنا کولو په پار يي د معاصر افغانستان د بنسټ ايښودونکي لوی احمدشاه بابا د تاج پر سر کولو ۲۷۰ کلیزه ولمانځله.
په دې مراسمو کې چې د ويناوو تر څنګ پکې په ښار کې ګرځيدل او د موټریزو کاروانونو ډله هم مله وه سلګونو هراتي ځوانانو او دې ولايت ته دنورو ولايتونو ورغلو ځوانانو پکې ګډون کړی وو.
د افغانستان د ولسی تحریک ګوند غړي نثار احمد نوري وویل: « د احمدشاه بابا عکس دې د ملي زغیم په توګه د ولسمشر د عکس تر څنګ په دولتي ادارو کې وځړول شي».
هغه زیاته کړه:«په هند کې د نهرو او په پاکستان کې د جناج عکسونه همداسې اېښودل کیږي. بله دا چی د شیر سرخ جرګې ورځ دې د عمومي رخصتۍ په توګه اعلان شي».
باید ووایو چې غونډه د هرات سټوډیم ته څېرمه جوړه شوې وه چې تر پای وروسته یې د ګډونوالو خورا اوږد موټریز کاروان د ښار په لارو او کوڅو کې وګرځېدل.
د ګډون والو په خبره، د نني افغانستان د بنسټ ایښودونکی احمد شاه بابا د تاج په سرونې د ورځې لمانځنه یووالي ته د رسېدو لپاره غوره مناسبت دی.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply