په هرات کې د سولې جام والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

comments 0

هندوکش ــ هرات: په هرات ولایت کې د سولې جام والیبال سیالۍ نن یکشنبه (د غبرګولي ۲مه) پای ته ورسېدې.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مطبوعاتي غړي مجیب قاریزاده نن یکشنبه (د غبرګولي په ۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ له تېرو دوو میاشتو راهیسې د خصوصي لېسو د زده کوونکو ترمنځ د سولې او یووالي په هدف پیل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې.
په یادو سیالیو کې۲۰ لوبډلو ګډون کړی و چې په پای کې د هرات اریا ثامن لومړی او د هرات ۹۲ او ۹۶ په نوم منتخبو لوبډلو دویم او درېیم ځای خپل کړ.
امیر حسین سلجوقي

Comments