په هرات کې د درییو خونړیو پېښو مخه ونیول شوه

comments 0

هندوکش ـ هرات: دفاع وزارت په هرات کې د درېیو ماین چاودنو د مخنیوي خبر ورکوي.
له یاد وزارت څخه تېره شپه ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ ناوخته د هرات د زاول ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسلوالو مخالفینو درې بشکې ماینونه ځای پر ځای کړي وو.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، یاد ماینونه د افغان سرتېرو له لوري تر کشف وروسته شنډ شول.
تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ګڼو ماین چاودنو مخه نیول شوې ده.
دا ډول ماینونه د وسلوالو طالبانو لخوا اېښودل کيږي خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
امیرحسین سلجوقي

Comments