په هرات ولایت کې ۵تنه وسلوال طالبان وژل شويدي

comments 0

هندوکش ــ هرات: دهرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په هوايي عملیاتوپه پایله کې ۵تنه وسلوال طالبان وژل شويدي.
د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې په ترسره شوو هوايي بریدونو کې د۵تنوطالبانو په وژل کیدو سربیره دطالبانو دوسلو او مهماتو یوه ستره زیرمه ، چې په کې مختلفې سپکې،درنې وسلې او مهمات شامل وو له منځه وړي دي.
چارواکي زیاتوي،چې په ترسره شوو هوايی عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
نجیبه سروري

Comments