په هرات ولایت کې ۱۵تنه ترهګر طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ــ هرات: د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې ۱۵تنه وسلوال طالبان وژل شو یدي.
د هرات ولایت امنیتي چارواکي رسنیو سره په خبرو کې وايي، چې په ترسره شووعملیاتو کې د۱۵ تنو ترهګرو طالبانو په وژل کیدو سربیره د دوي ۴نظامي مرکزونه هم له منځه تللي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.
امیر حسین سلجوقي

Comments