په هرات ولایت کې یو تن طالب وسلوال ونیول شو

comments 0

هندوکش ــ هرات: افغان ځانګړو ځواکونو دهرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یو تن طالب ترهګر نیولی دی.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د نیول شوي طالب وسلوال سربېره ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې اویوه اندازه نشه یي توکي هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي زیاتوي، چې نیول شوي کس په خپل جرم اعتر اف کړی او د نورو تحقیقاتو لپاره عدلي و قضاي ادارو ته معرفي شوی دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments