په هرات ولایت کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه غونډه ترسره شوه

comments 0

هندوکش ـ هرات: په هرات ولایت کې سلګونو ځوانانو،مدني فعالانو او میرمنو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د افغان ځواکونو هڅې او قربانۍ ستایلي او له دوي څخه خپل ملاتړ ترسره کړي .
د غونډې ګډونوالو افغان امنیتي ځواکونه د هېواد او خاورې رښتیني ساتونکي وبلل او له هېواد والو څخه یې وغوښتل چې د خپلو ځواکونو ترشا ودریږئ.
په یاده غونډه کې د افغان ځواکونو په ویاړ شعرونه او مقالې ګډونوالو ته وړاندې شوې.
په ورته وخت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو چارواکي ولسونو ته ډاډ ورکوي، چې افغان ځواکونه په هر حالت کې د خپلو خلکو او خاورې ساتنې ته چمتو دي.
دوي همدا راز له ولسونو وغوښتل، چې له افغان ځواکونو سره خپله همکاري دوامداره وساتي.
امیرحسېن سلجوقي

Comments