په نیمروز کې د طالبانو د مهماتو پټنځای کشف او له منځه یوړل شو

comments 0

هندوکش ـ نیمروز: د نیمروز امنیه قومنداني وايي، په یاد ولایت کې کمال خان بند ته نږدې ګڼې جنګي وسلې او مهمات کشف شوي.
د نیمروز امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا وسلې پرون د چهاربرجګ ولسوالۍ اړوند نیول شوې.
د خبرپاڼې پر بنسټ طالبانو غوښتل د دې وسلو په واسطه پر کمال خان بند برید وکړي.
کمال خان بند د هلمند پر سیند یو مهم بند دی، چې د جوړېدو کار یې په ۱۳۴۵ لمریز کال کې پیل شوی؛ خو تر اوسه نه دی بشپړ شوی.
د خبرپاڼې پر بنسټ په دې وسلو کې ۲۷ فیره د هاوان مرمۍ، ۳ فیره توپونه، ۱۱ د چریکي هاوان مرمۍ، ۴ راکټ اندازه نیول شوې.
طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.
امیرحسین سلجوقي

Comments