په نیمروز کې د خونړیو بریدونو څخه مخنیوی تر سره کړ

comments 0

هندوکش ـ کابل: د نیمروز امنیتي چارواکي حبر ورکوي، چې وسله والو طالبانو د نيمروز ولايت دلارام ولسوالۍ په دلارام بازار کې بې ګناه ملکي وګړو ته د زيان اړولو په موخه شارټکي او د سړک غاړې ماينونه ځای پر ځای کړي وو.
سرچېنه وايي، چې د نيمروز په دلارام نومي سيمه کې ملي دفاعي ځواکونو د ماينونو د چاودنې مخنيوی وکړ.
هغه زیاتوي، چې ملي دفاعي ځواکونو د تطهير ټيمونو د سړک غاړې ۲ د هاوان شارټکي مرمۍ او ۷ بوشکه يي ماینونه کشف او شنډ کړل.
امیرحسین سلجوقي

Comments