په نړۍ کې د کرونا ویرو له امله د اخته کسانو شمیر مخ په زیاتیدو دې

comments 0

هندوکش – امریکا: د یوه راپور له مخې، تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۱۶۰۷۵۷ کسه د کرونا له امله مړه شوي دی.
د راپور پر بنسټ په ټوله نړۍ کې بیا ۲۳۳۰۹۸۶ کسان په کرونا اخته دي. ۵۹۶۶۸۷ کسه بېرته ترې جوړ شوي هم دي.
په امریکا کې د مثبتو پیښو شمېره ۷۳۸۸۳۰ ته رسېدلې ده. همدا راز ۳۹۰۱۴ کسه یې مړه کړي هم دي.
هسپانیا کې ۱۹۴۴۱۶ کسه په کرونا اخته شوي او مړو شمېر پکې ۲۰۶۳۹ ته رسېدلی دی. ایټالیا کې ۱۷۵۹۲۵ کسه په کرونا اخته دي او د مړو شمېر پکې ۲۳۲۷۷ ته رسېدلی دی.
برېتانیا کې ۱۱۴۲۱۷ کسه په کرونا اخته دي چې له دې ډلې ۱۵۴۶۴ کسه یې مړه کړي دي. فرانسه کې بیا د اخته کسانو شمېر ۱۵۱۷۹۳ دی او د مړو شمېر هم ۱۹۳۲۳ ته رسېدلی دی.
فکور نعیمي

Comments