په ننګرهار ګې د داعش ترهګرې ډلې دوه پاکستاني غړي تسليم شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلې چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو دوه پاکستاني ډلمشران د ملي امنیت ریاست ځواکونو ته تسلیم شوي.
د ملي امنیت استول شوي ویدیو پر بنسټ د يو ځای شويو وسله والو له ډلې نقيب الله وويل، چې څلور کاله وړاندې هغه مهال چې دغه ډله رامنځته شوه، دوی د پاکستاني طالبانو له ډلې د حافظ سعيد په مشرۍ له داعش سره يوځای شول،چې په تېرو څلورو کلونو کې يې په بېلابېلو دولت ضد کړنو، د ملکي خلکو په ربړونې او وژنې کې لاس درلود.
هغه وويل، په دې وروستیو کې چې د دغې ډلې کړنې ټولې د عامو خلکو په زيان شوې، له ملي امنيت رياست سره يې اړيکې ونيولې او تسليم شول.
د نوموړي په وینا، داعش ډلې د مياشتني معاش ترڅنګ د دوی د اړتيا وړ نورې پيسې هم ورکولې او امکانات، وسلې او مهمات ورته له پولې هاغې غاړې له موجوده ډيپوګانو راتلل.
د نوموړي په وينا د داعش په ليکو کې د تاجکستان، ازبکستان، اذربايجان، چيچنيا، پاکستان، عرب، ترک او نور بېلابېل جنګيالي موجود و، چې رهبري او مشري تر ډيره له بهرنيانو سره وه.
فرهاد شهراني

Comments