په ننګرهار کې ۹ تنه د نشه یې توکو او د وسلو قاچاق په تړاو په بند محکوم شول

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار کې ۹ کسان، د نشه‌یي توکو او وسلو د قاچاق په تور له یوه څخه تر څلورو کلونو بند محکوم شول.
د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي وویل، په پرونۍ محاکمه کې د مؤظف څارنوال ترڅنګ، د تورنو مدافع وکیلان او عامو خلکو ګډون کړی و.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: “۹ تنه د نشه ‌يي توکو او وسلو د قاچاقو په قضیه کې له یوه څخه تر څلورو کلونو پورې د تنفیذي بند په سزا او نقدي جریمې محکوم شول.”
قضايي هیئت ویلي چې د تورنو کسانو په اړه دا پرېکړه نهايي نه‌ده او دوی کولای شي د تمیز غوښتنه وکړي.
فرهاد شهراني

Comments