په ننګرهار کې ۱۵ تنه طالبان وسلوال د سولې له بهیر سره یو ځای شول

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د یکشنبې په ورځ رسنیو سره په خبرو کې وویل، د ملي امنیت ریاست په هلو ځلو د دغه ولایت په پچير اګام، خوږياڼو، شېرزادو، سره رود او اچين ولسواليو کې ۱۵ وسلوال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول.
د خوږیاڼي په خبره، د سولې له بهیر سره یو ځای شوو وسلوالو تر دې وړاندې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د حکومت ضد فعالیتونه کول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د یو شمېر قومندانانو په شمول زیات شمېر طالبان د افغان حکومت ته تسلیم شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments