په ننګرهار کې چادونو یو کس ټپي کړې دې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپور شوي خبر کې راغلي چې نن د ننګرهار مرکز او اړونده ولسوالیو کې درې پرلپسې چاودنې شوي چې له امله یې یو تن ټپي شوې دې.
د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، چاودنې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې د درېيو ښوونځيو مخې ته شوې چې يو ملازم په کې برسېرن ټپي شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل چې دوه چاودنې د سره رود ولسوالۍ اړوند د چهار باغ صفا لېسې او پير ګيلاني ښوونځي مخې ته شوې دي. دی زياتوي، دغه چاودنې يوه نږدې اووه بجې او بله اووه بجې او شل دقيقې رامنځته شوې چې يو ملازم يې سطحي ټپي کړی.
نوموړی دغه راز وايي، بله چاودنه نږدې اته بجې د جلال اباد ښار اړوند عربانو لېسې ته څېرمه شوې خو کوم تلفات نه لري. د نوموړي د معلوماتو له مخې، ياد ماين په يوه کثافت دانۍ کې ځای پر ځای شوی و.
بلخوا د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواری هم مني چې نن سهار د درېيو ښوونځيو مخې ته چاودنې شوې دي. دی وايي‌، په چاودنو کې يوازې يو سپين ږيری ملازم سطحي ټپي دی.
تردې دمه که څه هم کومې ترهګرې ډلې د چاودنو مسوولیت په غاړه نه دې اخیستې خو د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې داعش ترهګرې ډلې ګواښ کړې وو چې پر ښوونځیو بریدونه ترسره کوي.
فرهاد شهراني

Comments