په ننګرهار کې په ټرافيکي پيښه کې يو امریکايي سرتیری وژل شوی

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار کې په يوه ترافيکي پيښه کې يو امریکايي سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپيآن شوي دي.
امریکايي ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړي خو وايي پيښه پرون په ننګرهار کې شوې.
د خبرپاڼې له مخې ټپي شوي سرتیري د دوی په پوځي مرکز کې تر درملنې لاندې دي.
د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال نيکولسن هم پيښه تاييد کړې او خپله خواشيني يي ښکاره کړې. ياده دې وي چې دا په روان کال کې په افغانستان کې ولسم بهرنی دی چې وژل کيږي چې پنځلس يي امریکايان دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply