په ننګرهار کې په جومات کې ماين چاودنې خطيب شهيد کړی

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار:په ننګرهار کې نن د جمعې په ورځ د مومندرې ولسوالۍ د زړو سلطان خيلو په سیمه کې په یو جومات کې د ماين په چاودنه کې اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په ننګرهار کې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش خبري آژانس ته ويلي دي چې پيښه د جمعې د خطبې پر مهال شوې چې خطيب پکې شهيد شوی او شپږ لمونځ کونکي پکې ټپيان شوي دي.

د ننګرهار روغتيايي مسولین هم مني چې دوی ته شپږ ټپيان راوړل شوي دي چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي وضعيت د ټپونو د ژوروالي له امله د انديښنې وړ دی.

د سيمې خلک بیا وايي چې ددې جومات امام او خلکو ته تر دې مخکې طالبانو هم خبرداری ورکړی وو.

خلک وايي چې دوی ته وروسته تر هغه مرګوني خبرداری راغلل چې په خپلو مساجدو کې يي د طالب ترهګرو د پاتې کيدو او يا شپې کولو له امله له دوی سره مخالفت وکړ.

تر دې دمه ددې بريد مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو په مساجدو کې ورته بريدونه د طالبانو او داعش ترهګرې ډلې کوي.

تر دې مخکې هم په جوماتونو کې د طالبانو او داعش په بريدونو کې لسګونو لمونځ کونکي په شهادت رسيدلي دي.

Comments

Leave a Reply