په ننګرهار کې يولس داعش ترهګر وژل شوي

comments 0

هندوکش ـننګرهار: په ننګرهار په هوايي بريدونو کې يولس داعش ترهګر وژل شوي دي.

دا بریدونه چې پرون  د ده بالا ولسوالۍ په کوه ديوانه سیمه کې شوي دي د داعش يو پټنځای پکې په نښه شوی دی.

په دې هوايي بريد کې د داعش ياد پټنځای او پکې پټ شوي ترهګر وژل شوي دي.

په  دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته هيڅ ډول زيان نه دی اوښتی.

ياده دې وي چې په ننګرهار کې د داعش پر ضد پيل شوي عملیات په پوره برياليتوب سره مخ په بره روان دي او په ياد ولايت کې د داعش جنګي ماشين له منځه تلی دی.

Comments

Leave a Reply