هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار کې له داعشي وحشتونو په تنګ شوي ولس پرون په یوه لنډه خو تکتيکي نښته کې پنځلس داعش ترهګر وژلي دي.
یاده نښته د اچين ولسوالۍ په وچ کوټ سيمه کې د جمعې په ورځ شوې وه.
اوس اوس د ننګرهار والي د يوې ناستې په لړ کې پريکړه کړې چې دې سيمې ته به تازه دمي سرتیری استوي او ويل کيږي د سرتیرو لومړۍ جوپه هم دې سيمې ته رسیدلې ده.
د وچ کوټ د سيمي اوسيدونکي وايي چې له داعش سره د ولسي جهاد په لړ کې يوې ميرمنې او پنځو نارينه وو هم د شهادت جامونه په سر اړولي دي.
ويل کيږي په روان کال کې په هوايي او موخه ایزو بريدونو کې اوو نيم سوه داعشیان چې ډيری پکې پاکستانيان دي وژل شوي دي.
فرهاد شهرانی
په ننګرهار کې ولسونو پنځلس داعشيان وژلي او تازه دمي سرتیري سيمي ته رسيدلي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.