په ننګرهار کې محلي پولیس یو کس وژلې دې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې سیمه ییز اوسیدونکي واي چې، د ننګرهار په پچیرآګام ولسوالۍ کې یو محلي پولیس یو کس په ډزو وهلې او وژلې دې.
د اوسیدونکو په وینا، محلي پولیس یو ولسي وګړی د خپل کور مخې ته په ډزو ویشتی او وژلی یې دی.
د خلکو په وینا پیښه تېر ماښام د پچیر آګام ولسوالۍ پاس صبر کلي کې رامنځه شوې او یاد کس د والد په نوم یو هلک، چې شاوخوا ۲۳ کاله عمر یې درلود لفظي شخرې نه وروسته پولیس پرې ډزې کړي او وژلې دې.
د سیمې د اوسېدونکي په خبره محلي پولیس د کلي د خلکو له لوري نیول شوی او امنیتي ځواکونو ته یې په لاس ورکړی دی.
فرهاد شهراني

Comments