په ننګرهار کې د ځانمرګو بريد ګرو اووه کسيزه ډله نيول شوې ده

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د افغانستان څارګره اداره وایي چې د یادو ځواکونو په یولړ ځانګړو عملیاتو کې د داعش وسله والې ډلې یوه اوه کسیزه ډله چې ترهګریز عملیات یې په لاره اچول نیولي دي.
د یادې ادارې چارواکو په وینا، تېره شپه د جلال اباد ښار اړوند قصبې سيمه کې په يوه کور کې د داعش ډلې اړوند هغه اووه کسيزه ډله نيولې، چې غوښتل يې له يو تنکي ځوان څخه په ګټه اخیستنې د خپلواکۍ د بيرته اخیستو او د اختر په شپو او ورځو کې ځانمرګی بريد تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردوې وړاندې هم د یادې ادارې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د دولت ضد وسله والو ډلو ځيني کسان د هیواد په کچه ځینو ولایتونو کې نیول شوي هم وو.
فرهاد شهراني

Comments