په ننګرهار کې د پاکستاني نرهګرو په ګډون ۴۱ طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د پاکستانیانو په ګډون۴۱ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د پچیراګام ولسوالۍ په ګیره خیلو تنګي سیمه کې پر وسلوالو طالبان هوایي بریدونه کړي، چې پرمهال یې د یادې ډلې د دوو قومندانانو په ګډون ۳۵ طالبان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د یو بل خبر له مخې د ملي اردو ځواکونو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبان یو مرکز تخریب کړی او ترې د یوولس پاکستانیانو پيژند کارتونه ترلاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments