په ننګرهار کې د وسلوالو طالبانو ښاري شبکې مشر ونیول شو

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، ملي امنيت ځواکونو د جلال‌اباد ښار لپاره د وسلوالو طالبانو ښاري شبکې مشر نیولی دی.
د ننګرهار رسنیو له دفتر څخه په دې اړه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، د همايون په نامه د وسلوالو طالبانو ښاري شبکې ۵ کسیزې ډلې مشر د ملي امنيت له لوري د جلال اباد ښار ۷مې ناحيې اړوند په ځنګل باغ سيمه کې نيول شوی دی.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، نوموړي د ننګرهار پوهنتون، ۶مې ناحيې، د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو او ښوونځيو کې يې د ماينونو په اېښودو او نورو وسلوالو فعاليتونو کې لاس درلود.
خبرپانې کې دا هم ويل شوي، چې دې نيول شوي کس پر خپلو فعاليتونو اعتراف هم کړی دی.
په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د طالبانو او داعش ډلې پر وړاندې عملیات زيات شوي چې په دې ترڅ کې د يادو ډلو ډېر شمېر وسلوال نيول شوي او يا هم وژل شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments