په ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو ۲ تنه وسلوال نیولي

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت د رسینو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ملي امینت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په بهسودو او کامې ولسوالیو کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د داعش وسلوالو یو تن فعال غړی حزب او د طالب وسلوالو یو تن فعال غړی رزق الله ژوندي نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
فرهاد شهراني

Comments